
د ایکنا د راپور له مخې چې د «الیوم السابع» له قوله ئې خپور کړی راغلی دي،، د «الحیات» ټیلوېژني چینل یوه اغېزناکه صحنه خپره کړې چې د لیدونکو او مینهوالو پراخ غبرګون ئې راپارولی دی. په دغې صحنه کې یو مصري ډرائيور چې د حاجیانو د لېږدولو دنده ترسره کوي، د قرآن کریم آیتونه په خوږ او زړه راښکونکي غږ سره د ترتیل په بڼه تلاوتوي او د زائرینو لپاره ځانګړې روحاني فضا رامنځته کوي.
په دغې ویډیو کې ښکاري چې نوموړی ګاډی چلوونکی د حاجیانو د سفر پر مهال د قرآن کریم تلاوت کوي؛ داسې صحنه چې د دندې ترسره کول، د خدای د مېلمنو خدمت او له قرآن سره مینه او انس په کې یو ځای شوي دي.
دغه مصري موټر چلوونکي د ابراهیم سورې ۳۴ او ۳۵ آیتونه تلاوت کړي دي:
«وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ، وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ»
ژباړه: او الله تعالی تاسو ته له هر هغه څه څخه درکړل چې غوښتنه مو ترې کړې وه؛ او که د الله نعمتونه وشمېرئ، هېڅکله یې بشپړ شمېرلی نه شئ. بېشکه انسان ډېر ظالم او ډېر ناسپاسه دی. او یاد کړه هغه وخت چې ابراهیم وویل: «ای زما ربه! دا ښار خوندي وګرځوه او ما او زما اولادونه د بتانو له عبادت څخه لرې وساته.»
هغه دغه آیتونه د خشوع، عاجزۍ او ژور روحاني احساس په فضا کې د مسافرو لپاره تلاوت کړي دي.
دا ویډیو د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو له خوا په پراخه کچه وستایل شوه. هغوی د موټر چلوونکي ښکلی غږ، د تلاوت مهارت او پر قرآني احکامو او تجوید د هغه تسلط وستایه.
کاروونکو همدارنګه ټینګار کړی چې دا ډول صحنې له قرآن کریم سره د مصریانو ژوره اړیکه او د هغوی لېوالتیا څرګندوي چې په ځانګړي ډول د حج په شپو ورځو او د عرفې په مبارکو ورځو کې معنوي فضا خپره او پیاوړې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4355543